د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له خیبر پښتونخوا نه مخ گرځېدلی)
دخيبر پښتونخوا ولايتي نښانونه
ولايتي ځناور
|
|
|
ولايتي مرغۍ
|
|
|
ولايتي ونه
|
|
|
ولايتي گل
|
|
|
خېبر پښتونخوا[۳], چې پخوا به په شمال لوېديځ سرحدي ولايت يا NWFP یادېدو؛ د پاکستان په لودیځ کې پروت ایالت دی چې له گاونډي هېواد افغانستان سره د ډیورنډ پر کرښه پروت دی.[۴] ددې ایالت پلازمېنه پېښور ښار دی. دا ايالت په شمال لويديځ کې له افغانستان سره، شمال ختيځ کې له گلگت بلتستان، لويديځ کي له منځنۍ قبايلي سيمو، په سوېل کې له اسلام آباد او پنجاب سره گډې پولې لري. د خيبر پښتونخوا په ايالات کې يوه اهمه دره پرته ده چې د خيبر درې په نوم يادېږي. د خیبر پښتونخوا زيات خلک پښتانه دي او دين يې اسلام دی.
تاريخ
پخوانې تاريخ
خېبر پښتونخوا د پاکستان يوه مهمه صوبه (ایالت) دی، د خیبر پښتونخوا ځمکه باندې د پخوا څخه ډېرو خلکو د واکمني کوښښ کړی دی لکه فارسيانو، يونانيانو، تورکانو، عربو، مغولو، سيکانو او برېټانیایي ښکېلاکگرو.
نن څخه په زرگونو کاله مخکې د پښتونخوا ځمکه پښتنو آباد کړه او خپل کورونه يې دلته جوړ کړل.
پاچايانو وخت
د احمد شاه بابا وينا کله چې يي د لومړي ځل لپاره هند ونيوي.
"ستا د عشق له وینو ډک شو ځيگرونه ستا په لاره کي بایللي زلمي سرونه تاته راشمه زړگۍ زما فارغ شي بې له تا مي اندېښنې د زړه مارونه که هر څو مي د دنیا ملکونه ډېر شي زما به هیر نشي دا ستا ښکلې باغونه د ډهلي تخت هیرومه چې رایاد کړم زما د ښکلي پښتونخواه د غرو سرونه د رقیب د ژوند متاع به تارتار کړم چې زه وکاندم پر هر لوري تاختونه د فرید او د حمید دور به بیا شي چې په تورو پښتانه کړي گزارونه که تمامه دنیا یو خوا ته بل خوا شې زما خوښ دي ستا خالي تش ډگرونه احمد شاه به دغه ستا قدر هیر نه کا که ونسي د تمام جهان ملوکونه.
—احمد شاه بابا
د اسلام راتگ
پښتونلي
برېتانيا د حکومت وخت
خپلواکۍ نه وروسته
جغرافيه
ولسوالۍ او نورې سيمې
ښارونه
کينډۍ:دخيبر پښتونخوا ښارونه
سرچينې
|