بیسنته فوکس
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
زدکړنځی | |
ژبې | |
ګوند | |
دنده |
عمومي معلومات | |
---|---|
دین |
بیسنته فوکس کیسادا (زوکړه: د ۱۹۴۲ زکال د جولای ۲ مه) مکسیکويي سوداګر او سیاستوال و چې د ۲۰۰۰ زکال د ډسمبر له لومړۍ نېټې څخه یې د ۲۰۰۶ زکال د نومبر تر ۳۰مې نېټې پورې د مکسیکو د ۶۲م ولسمشر په توګه خدمت وکړ.
فوکس چې د ښي اړخي پوپولیست په توګه فعالیت کاوه، د ۲۰۰۰ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې ځان د نېشنل اکشن ګوند (National Action Party) له لوري نوماند کړ او له ۱۹۲۹ زکال وروسته لومړنی ولسمشر و چې بنسټیز انقلابي ګوند (Institutional Revolutionary Party) ته اړوند نه و؛ نوموړی په ۱۹۱۱ زکال کې د فرانسېسکو آی مادېرو د ولسمشرۍ له مهاله اپوزیسیون ډلې ته اړوند لومړنی کس و چې ولسمشر وټاکل شو. فوکس د ۴۲ سلنه رایو په ګټلو سره ټاکنې وګټلې. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
د ولسمشر په توګه هغه نیولیبرال هغه اقتصادي سیاستونو ته دوام ورکړ چې د PRI ګوند ته اړوندو پخوانیو ولسمشرانو مخته وړل. د هغه د ولسمشرۍ لومړۍ نیمايي په فدرال دولت کې ښي اړخ ته د زیاتو بدلونونو، د متحده ایالاتو له ولسمشر جورج ډبلیو بوش سره د کلکو اړیکو رامنځته کولو، د درملو په ارزښت باندې د اضافه مالیاتو په لګولو کې د ناکامې هڅې، د تکسکوکو د هوايي ډګر په جوړولو کې د پاته راتلو او د کیوبا له رهبر فیډل کاسټرو سره د دیپلماتیکو اړیکو د ترینګلتیا شاهده وه. په ۲۰۰۱ زکال کې د بشري حقونو د مدافع وکیل دیګنا اوچوا وژنې د PRI د اقتدار پالونکې مخینې د له منځه وړو اړوند د فوکس ژمنې له پوښتنو سره مخ کړې. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
د ولسمشرۍ دویمه نیمايي یې بیا د مکسیکو سیټي له ښاروال آندرس مانوئل لوپز اوبراډور سره د شخړو له امله ځانګړې کېږي. د فوکس ګوند (PAN) او ادارې هڅه وکړه چې لوپز اوبراډو له خپلې څوکۍ ګوښه او د ۲۰۰۶ زکال په ټاکنو کې یې له ګډون مخه ونیسي؛ خو بریالي نه شول. د فوکس اداره د امریکا لویې وچې د آزادې سوداګریزې سیمې له جوړېدو څخه د ملاتړ له امله چې وینزویلا او بولیویا ورسره مخالفت کړی و له دغو دوه هېوادونو سره د دیپلماتیکو اړیکو په ترینګلتیا کې ښکېل شوه. نوموړي د خپلې ولسمشرۍ په وروستي کال کې د ۲۰۰۶ زکال په جنجالي ټاکنو څارنه وکړه، هغه ټاکنې چې په کې د PAN ګوند نوماند فیلیپه کالدرون د خپل سیال لوپز اوبراډور پر وړاندې د ډېر لږ توپیر په لرلو بریالی شو؛ اوبراډور ادعا وکړه چې په ټاکنو کې درغلۍ شوي د ټاکنو د پایلو له منلو یې انکار وکړ او په ټول هېواد کې یې د اعتراضاتو غوښتنه وکړه. په همدغه کال کې په اواخاکا کې مدنۍ نارامۍ، چېرې چې د ښوونکو اعتصاب په پراخو لاریونونو او له تاوتریخوالي ډکو نښتو واوښت او هغوی د والي اولیس رویز اورتیز د استعفا غوښتنه وکړه؛ ورته مهال په مسکیکو ایالت کې د سان سالواډور آتنکو اعتراضاتو دوام درلود چې وروسته بیا ایالتي اداره او فدرال دولت د بشري حقونو د امریکايي محکمې له خوا په تاوتریخوالي لرونکې توګه د اعتراض کوونکو په ځپلو کې مجرم وبلل شول. بل پلو فوکس د خپلې واکمنۍ پر مهال د اقتصادي ودې د ساتنې او همدارنګه له ۲۰۰۰ زکال څخه تر ۲۰۰۶ زکال پورې له ۴۳.۷٪ څخه ۳۵.۶٪ ته د بې وزلۍ د کچې د راکمولو اعتبار لري.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
د مکسیکو د ولسمشر په توګه له خدمت کولو وروسته، فوکس خپل ایالت ګواناهواتو ته ولاړ. نوموړي د بیسنته فوکس د څېړنیز مرکز، کتابتون او موزیم د پرانیست غونډې په مراسمو کې وینا وکړه. نوموړی اوس مهال د سینټرل دیموکرات انټرنشنل په نامه د مرکزي ښي اړخو سیاسي ګوندونو د نړیوال بنسټ یو له رهبرانو څخه دی. [۲۸][۲۹]
فوکس د ۲۰۱۲ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې د PRI ګوند له نوماند، آنریکه پنیا نیتو څخه په ملاتړ په ۲۰۱۳ زکال کې PAN ګوند خوشی کړ. نوموړی د ۲۰۱۸ زکال په ټاکنو کې د PRI د نوماند خوزه آنتونیو مېډ ملاتړ وکړ. [۳۰][۳۱]
لومړني کلونه[سمول]
بیسنته فوکس د ۱۹۴۲ زکال د جولای په ۲ مه په مکسیکو سیټي کې وزېږېد، نوموړی د خپلې کورنۍ له ۹ ماشومانو څخه دویم و. د هغه پلار خوزه لوئیس فوکس پونت اصلي مکسیکويي وګړی و. د هغه مور مرسدس کیسادا ایټکساید باکس کډواله وه چې د هسپانیا د ګیپوزکوا له سان باسټین څخه دلته راغلې وه. [۳۲]
فوکس خپل ماشومتوب او نوې ځواني د سانفرانسېسکو دل رینکون په ګواناهواتو کې د خپلې کورنۍ په املاکو کې تېره کړه. فوکس د زیاتو ګوتو لرونکی و چې د هرې پښې ګوتې یې شپږ شپږ دانې وې. [۳۳]
نوموړي د پرایری دوشین، ویسکانسین په سیمه کې په کمپیون عالي لیسه کې زده کړې وکړې او همدلته یې انګلیسي ژبه زده کړه. د کالج عمر ته په رسېدو هغه مکسیکو سیټي ته کډه وکړه او په ایبرو مرسیانا پوهنتون کې شامل شو چې په ۱۹۶۴ زکال کې یې له همدغه پوهنتون څخه د سوداګریز مدیریت په برخه کې لیسانس سند ترلاسه کړ. له دې وروسته نوموړي په ۱۹۷۴ زکال کې د هاروارډ له بېزنس کالج څخه د اداري مهارتونو یو سند هم ترلاسه کړ. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]
سوداګریزې چارې[سمول]
په ۱۹۶۴ زکال کې فوکس د کوکاکولا شرکت له خوا د انتقالاتو د مسیرونو د څارونکي په توګه وګمارل شو او د انتقالاتو یو موټر یې هم چلاوه. له ۹ کلونو فعالیت وروسته هغه لوړې څوکۍ ته ورسېد او د مکسیکو د کوکاکولا شرکت د اجرایوي مدیر او مشر په توګه یې خدمت وکړ. په دغه ځای کې له ۶ کلونو دندې ترسره کولو وروسته له هغه وغوښتل شول څو په ټوله لاتین امریکا کې د کوکاکولا عملیاتي چارې رهبري ک��ي، خو فوکس منفي ځواب ورکړ او په ۱۹۷۹ زکال کې یې له کوکاکولا څخه استعفا ورکړه. د فوکس تر مدیریت لاندې کوکاکولا په مکسیکو کې په تر ټولو زیاتې خرڅېدونکې نوشابې واوښته او د کوکاکولا د پلور کچې نږدې ۵۰ سلنه زیاتوالی وموند. [۳۸][۳۹]
له کوکاکولا څخه له استعفا کولو وروسته، فوکس په ګواناهواتو کې په بېلابېلو عامه چارو کې ونډه اخیسته او هلته یې د «پټروناټو د لاکاسا کونا امیګو دانیل» په نامه یوه یتیم خانه جوړه کړه.[۴۰]
کورنی ژوند[سمول]
په ۱۹۶۹ زکال کې فوکس له لیلیان د لا کونچا سره چې د کوکاکولا د معلوماتو د دفتر کارکوونکې وه واده وکړ. دوی د انا کریسټینا، بیسنته، پائولینا او رودریګو په نومونو څلور ماشومان لرل. په ۱۹۹۰ زکال کې لیلیان له ۲۰ کلونو ګډ ژوند وروسته له ده څخه د طلاق غوښتنه وکړه او ده هم طلاق ورکړ. [۴۱][۴۲]
فوکس د ۲۰۰۱ زکال د جولای په ۲ مه په داسې حال کې چې د مکسیکو ولسمشر و له مارتا ماریا ساهاګون جیمنز سره (چې د ده ویانده وه) واده وکړ. د هغه د واده نېټه د نوموړي د ولسمشرۍ لومړۍ کلیزه او د ژوندانه د ۵۹مې کلیزې ورځ وه. د فوکس او ساهاګون دواړو دا دویم دویم واده و.
لومړنۍ سیاسي چارې[سمول]
فوکس د مانوئل کلوتیر په ملاتړ د ۱۹۸۸ زکال د مارچ په لومړۍ نېټه له نیشنل اکشن ګوند سره یوځای شو. همدغه کال نوموړی د لئون، ګواناهواتو له دریمې فدرال ناحیې څخه د فدرال استازو جرګې ته لار ومونده. [۴۳]
عامه انځور[سمول]
بیسنته فوکس د ولسمشرۍ لپاره د خپلو ټاکنیزو سیالیو پر مهال د خپل کوبای ځانګړي سټایل لرلو له امله شهرت وموند. د یو ویناوال په توګه نوموړي د خپلې ولسمشرۍ په لومړي کال کې ګڼ شمېر وګړي ځانته جلب کړل. د ۱۹۳ سانتي (۶ فوټه او ۴ اینچه) قد په لرلو سره فوکس به د ګڼ شمېر خلکو په منځ کې څرګند و او باور پر دې دی چې نوموړی د مکسیکو په تاریخ کې تر ټولو لوړ قد لرونکی ولسمشر دی. د لوړې له مراسمو وروسته هغه په معمول ډول رسمي جامې اغوستې خو د مکسیکو له ځینو برخو څخه د لیدنې پر مهال به یې غوره ګڼله چې خپل کوبای پتلون او موزې واغوندي. [۴۴][۴۵][۴۶]
سرچينې[سمول]
- ↑ Stated in: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/Vicente-Fox. Retrieved: ۱۹ جون ۲۰۲۴. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
- ↑ Stated in: انټرنیټ فلم ډیټابیس. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: nm1795528. Retrieved: ۲۱ جولای ۲۰۱۵. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
- ↑ Stated in: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/Vicente-Fox. Subject named as: Vicente Fox. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
- ↑ Stated in: Brockhaus Enzyklopädie. Brockhaus Enzyklopädie online ID: fox-quesada-vicente. Subject named as: Vicente Fox Quesada. اثر ژبه: جرمني ژبه.
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه ). لاسرسينېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في:|access-date=
(لارښود)ساتنه CS1: ناپېژانده ژبه (link) - ↑ Stated in: datos.bne.es. Retrieved: ۲۳ فبروري ۲۰۲۴. National Library of Spain ID: XX4581972. اثر ژبه: اسپانیایي ژبه.
- ↑ "Real Decreto 1181/2002, de 8 de noviembre, por el que se concede el Collar de la Orden de Isabel la Católica a su excelencia señor Vicente Fox Quesada, Presidente de los Estados Unidos Mexicanos" (PDF). ۹ نومبر ۲۰۰۲. مخونه 39707. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في:|date=
(لارښود) - ↑ BOE ID: BOE-A-2002-21792.
- ↑ Vincent Mosco; Dan Schiller (2001). Continental Order?: Integrating North America for Cybercapitalism. Rowman & Littlefield Publishers. مخونه 111. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780742509542. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Charles Hauss (1 January 2018). Comparative Politics: Domestic Responses to Global Challenges. مخونه 391. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781337554800. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ (په 10 September 2004 باندې). El populismo de derecha. Proceso
- ↑ (په 4 July 2000 باندې). Revolución en México.
- ↑ (په 2 July 2000 باندې). End of era for all-powerful party. BBC News.
- ↑ Manuel Pastor Jr. The Lost Sexenio: Vicente Fox and the New Politics of Economic Reform in Mexico. مخونه 136. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ (په 3 March 2006 باندې). Con Estados Unidos a una sana distancia. The Washington Post.
- ↑ (په 13 December 2001 باندې). Vicente Fox's rocky first year as president of Mexico.
- ↑ "La Jornada Virtu@l". jornada.com.mx. n.d. لاسرسينېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۹. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Cuba - Castaneda - Mexico - Castro - Worldpress.org". worldpress.org. n.d. لاسرسينېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۹. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Editorial Desk (په 7 April 2005 باندې). Let Mexico's Voters Decide. The New York Times.
- ↑ Editorial desk (په 6 April 2005 باندې). Decision on Democracy. The Washington Post.
- ↑ O'Grady, Mary Anastasia. Why Fox's Outrage? Chavez's Meddling in Mexico. The Wall Street Journal. (Eastern edition). New York, N.Y.: 18 November 2005. pg. A.17
- ↑ (په 20 November 2005 باندې). Chavez renews trade pact attack.
- ↑ Avilés, Carlos; Zárate, Arturo (5 September 2006). "Proponen magistrados declarar Presidente electo a Calderón". El Universal. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ مارچ ۲۰۱۹ باندې. لاسرسينېټه ۱۵ فبروري ۲۰۱۹. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Se opone al plantón 65% en DF: encuesta" Archived 2012-02-06 at the Wayback Machine.. Carlos Ordóñez, El Universal, 14 August 2006.
- ↑ Diana Denham and the C.A.S.A. Collective (سمونګر). Teaching Rebellion: Stories from the Grassroots Mobilization in Oaxaca. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ (په 21 December 2018 باندې). Historic Judgment of Inter-American Court Orders Mexico to Punish Repression and Torture in Atenco. CEJIL.
- ↑ (په 7 July 2015 باندې). Solidaridad, Oportunidades y Prospera no disminuyeron la pobreza. Milenio.
- ↑ "Who's Who". cdi-idc.com. CDI-IDC. n.d. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ ډيسمبر ۲۰۱۳ باندې. لاسرسينېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۹. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ es:CentroFox.org.mx
- ↑ archivo.eluniversal.com.mx/nacion/203190.html
- ↑ (په 8 April 2018 باندې). Fox reitera su apoyo a Meade y afirma que no respaldará a Anaya. Proceso
- ↑ (په 1 September 2006 باندې). Indagará PGR origen de un acta de nacimiento del padre de Fox.
- ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ "Vicente Fox". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ جنوري ۲۰۱۰ باندې. لاسرسينېټه ۲۷ جون ۲۰۱۰. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Tribune, Chicago (n.d.). "- Several articles about Mexican President Vicente..." Chicago Tribune. لاسرسينېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۹. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Fox a self-made man known for tart tongue". Boston Herald. 8 January 2017. لاسرسينېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۹. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Vicente Fox Quesada; Rob Allyn (2007). Revolution of Hope: The Life, Faith, and Dreams of a Mexican President. Viking. مخونه 47–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-670-01839-0. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ (په 3 July 2000 باندې). Profile: Vicente Fox. BBC
- ↑ Reding, Andrew (Fall 1996). "The Next Mexican Revolution". World Policy Journal. 13: 63 – په وسيله ProQuest Central. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Biography of Vicente Fox Archived 18 September 2012 at the Wayback Machine.
- ↑ "5 cosas que debes saber sobre Lilián de la Concha, ex esposa de Fox y vinculada al Cártel del Milenio". 23 October 2013. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ نومبر ۲۰۱۶ باندې. لاسرسينېټه ۰۶ نومبر ۲۰۱۶. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ BeleJack, Barbara (16 February 2001). "Live, from Guanjuato: It's President VICENTE FOX!". Texas Observer. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. لاسرسينېټه ۰۴ جون ۲۰۰۷. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Biography of Vicente Fox Archived 18 September 2012 at the Wayback Machine.
- ↑ Capoza, Koren L. (26 July 1999). "Taking back the barrio". لاسرسينېټه ۰۶ نومبر ۲۰۱۶. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ (په 3 July 2000 باندې). Profile: Vicente Fox. BBC News.
- ↑ "Google Images". لاسرسينېټه ۰۶ نومبر ۲۰۱۶. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
- هغه پاڼي چې د P1559 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P69 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1412 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P102 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P140 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P166 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چې یو خصوصیت کارويP18
- Pages with script errors
- ساتنه CS1: ناپېژانده ژبه
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه