Jump to content

سازمان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سازمان
عامه معلومات
ځانګړې وېشنيزه
نور اړين مالومات
برخې
treasury (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا

سازمان يا تنظيم (په انګرېزي: Organization) د خلکو یوه ډله چې په یو منظم او همغږي بڼه سره کار کوي تر څو یوه ټاکلي هدف ته ورسېږي یا د یو مشخص هدف د ترلاسه کولو لپاره د خلکو عمدي ترتیب او جوړښت ته سازمان ویل کېږي.

د ملګرو ملتونو سازمان جوړښت

ځانګړتیاوې

[سمول]

عمدي جوړښت بېل هدف انسانان

د سازمان سرچینې

[سمول]

بشري منابع (انساني منابع): د مدیریت وړتیا او کاري وړتیا.

مالي سرچینې: د روانو او اوږد مهاله کارونو د ملاتړ لپاره پانګه اچونه.

فزیکي شتمني: خام توکي، کار ځای(دفتر) تولیدي اسانتیاوي، ودانۍ او تجهزات.

معلومات: د کاروني وړ ډېټا او معلوماتي اړیکي.

د مدیریت او سازمان ترمنځ توپير

[سمول]

سازمان د فعالیتونو یوه بېلګه ده چې پکې پلان جوړونه، پرېکړه کول، تنظیمول، رهبري کول او کنټرول ترسره کېږي. د یوې ادارې سرچینو ته لارښونه کېږي چې بشري، مالي، فزیکي او مالوماتي سرچينې په مشخصه او ګټوره توګه د سازمان د هدفونو د ترلاسه کولو لپاره وکارول شي.

مدیریت د کاري فعالیتونو د ادغام د همغږۍ پروسه ده، تر څو د نورو خلکو سره په اغېزمنه او اغېزناکه توګه بشپړه شي. او پلان جوړونه، تنظیمول، کارمندان، رهبري کول د بشري او نورو سرچینو کنټرول ترڅو د سازمان هدفونه په ګټوره توګه او لږو سرچینو مصرفولو ترلاسه کړي.

مدیریت د نورو د کاري فعالیتونو همغږي کول او تنظیمات کول دي تر څو د دوی فعالیتونه په موثره او تاثیر کوونکې توګه بشپړ کړي. مدیریت د دې لپاره هڅه کوي: د کمو سرچینو مصرف (لوړ موثریت). لوړ هدف ترلاسه کول (لوړ تاثیر)

ورته ليکنې

[سمول]

سرچینې

[سمول]