Jump to content

شاه حسين هوتک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
شاه حسين هوتک
اړوند
زېږون‌ځای
مړينې نېټه
۱۷۳۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
عامه معلومات
عمومي معلومات
دین
ځایناستی د
ځایناستی

د ميرويس نيكه دويم زوى حسين نومېد چې د ۱۱۱۴ هـ كال د ربيع الاول پر ۲۳ د كلات په سيوري كې وزېږېد. د عمر تر دولسو كلو پورې يې فقه، تفسير، منطق او د بلاغت علوم ولوستل. هغه مهال چې پر ۱۱۳۵ هـ كال اعليحضرت شاه محمود اصفهان فتح كړ، نو خپل كشر ورور حسين يې د كندهار پر تخت كېناوه. اعليحضرت شاه حسين ډېر عالم، اديب او علم روزونكى پاچا وو او د ده عصر پر پښتنو باندې په ډېرې ارامۍ او راحت تېر شو، لوېديزې او شمالي خوا ته تر فراه، سبزوار او هرات پورې او ختيځ خواته تر غزني او گومل پورې ده حكمراني كوله او سربېره پردې، پښين ، شال او د پنجاب د اسماعيل او غازي خان دېرې هم د شاه حسين په وختو كې فتح شوې. همدارنگه د ملتان لته هم د كندهار د قوواو له خوا تهديد شوه او د پښتنو پرمختگ د ملتان تر حدودو ورسېد. د دې زلمي پاچا د علم پروروۍ د ثبوت لپاره همدا دليل بس دى چې په شاهي ارگ كې يې ادبي انجمن جوړ كړى وو او په اوونۍ كې به یې يوه ورځ د خپل وخت ډېر لوى علما، شاعران او اديبان خپل كتابتون ته رابلل. شعرونه به يې اورېدل او ادبي مجلسونه به يې كول. شاعرانو ته به يې صلې وركولې چې د همدې ټولنې په بركت او ددې پاچا په امر د پښتو قيمتي نښير پټه خزانه ډگر ته راووت او وليكل شو او نور ډېر كتابونه په پښتو كې پيدا شول. شاه حسين پخپله هم د پښتو ژبې ښه شاعر وو. پر ملي وزن يې خواږه شعرونه ويل.

لومړنی ژوند[سمول]

شاه حسين هوتک د ۱۱۱۴ هجري کال د لومړۍ خور(ربيع الاول) په ۲۳مه نېته د کندهار د غلجيو د کلات ولايت اړوند سيوري سيمه کې وزېږېد، تر دولس کلنۍ پورې يې د هغې زمانې متداول علوم لکه فقه، تفسير، منطق او د بلاغت او ادب فنون له مشهور عالم ملايارمحمد هوتک نه ولوستل، وروسته له هغې چې کندهار د صفويانو له سلطنته ازادي واخيسته دې هم د هېواد د اداري چارو سمبالول له خپله پلازه زده کړل[۱] ، د پلار ترمرګ وروسته چې کله د ده مشر ورور شاه محمود واک ته ورسېد، دی هم ورسره د چارو په سمبالولو کې مرسته کوله.[۲]

کله چې شاه محمود هوتک په ۱۱۳۵(۱۷۲۲ زېږديز) د جنورۍ په مياشت کې له کندهاره د کرمان په لور روان شو، نو دی يې په کندهار کې د خپل ځايناستي په توګه وټاکه او د هېواد او سلطنتي چارو اداره يې په بشپړ ډول ده ته وسپارله.[۳]

د شاه حسين واکمني[سمول]

کله چې شاه محمود هوتک په ۱۱۳۲ هـ کال لومړی فراه ته او له هغه ځايه د کرمان د خلکو په غوښتنه کرمان ته ولاړ، نو د سلطنت چارې يې (بيجن سلطان لکزي) ته وسپارلې، نوموړي د شاه محمود په غياب کې د ملک جعفرخان په مرسته او ملګرتيا د شاه محمود د واکمنۍ له منځه وړلو دسيسه جوړه کړه، شاه محمود د بيجن سلطان او د ده د ملګرو د خبردادري او منعه کولو لپاره بېرته کندهار ته راغی[۴]، خو مخکې له دې چې کندهار ته راورسيږي، د هغه کشر ورور شاه حسين هوتک د بيجن سلطن او د ده ملګري له منځه وړي وو او د سلطنت واګې يې په خپل لاس کې نيولې وې، هماغه وو، چې شاه محمود په ۱۱۳۵ هـ کې بېرته کرمان ته د تګ اراده وکړه او شاه حسين يې په کندهار کې رسماً خپل ځايناستی وټاکه.[۵] د قوم مشرانو او رئيسانو هم د شاه محمود په متابعت دی په خپله پاچاهي ومانه او خطبه يې د ده په نامه ولوستله او سکه يې د ده په نوم ووهله.[۶] شاه حسين چې په پيل کې يې يوازې د کندهار د نژدې اړنود سيمو سلطنت په لاس کې درلود، وروسته په ۱۱۳۸ هـ کال يې د خپل سلطنت لمنې لوېديځې خوا ته تر هرات او سيستانه پورې او ختيځې خواته د ګومل تر درې او سوېل خواته د اوسني جنبوي پښتونستان تر شمال او ژوب ايالتونو پورې پراخه کړې.ref>پټه خزانه، ليکوال:محمد هوتک، ۱۱۱ مخ</ref> ويل کيږي چې کله د شال سيمې د فتحې خبر د شاه حسين دربار ته راورسېد، د دربار له شاعرانو څخه يوه تن ملازعفران په دې هکله دا لاندې شعرونه ولوستل چې نه يوازې د شاعر بلکې د ټولو حاضرينو د انعام وړ وګرځېدل ، چې ټولو حاضرينو ته يو يو زعفراني شال ورکړل شو:

د حسين پادشاه د بخت ننداره ګورئ چې يې فتحه په لښکرو ږوب وشال کا
چې دا زېری يې راوړی دی حضور ته نو زعفران انعام پر سر زعفراني شال کا

د شاه حسين هوتک د شعر یوه بېلگه[سمول]

بېلتانه دې د غمو په چپاو چور کړم په تيارو کې د هجران يې له تا دور کړم
بېلتانه دې هسې اوښکې راخپرې کړې ستا د فکر په گرداب کې تل عبور کړم
د فراق پړی مې کښېوت ومرۍ ته په جهان کې يې رسوا لکه منصور کړم
په وصال دې هم ناښاد یمه دلبرې د بېلتون فکر په زړه کې ناصبور کړم
د باڼو غشی مې وخوړ په ځيگر کې غمازانو په غمزو غمزو مهجور کړم
خلک ياد زما د عشق په لېونو کا زه حسین محبت هسې مشهور کړم

د واکمنۍ پای او مړينه[سمول]

د دې علم دوست پاچاهي تر ۱۱۴۹ هـ پورې دوام وكړ ، څو د همدې كال د رجب په ۱۷ نادر شاه افشار د افغانستان خواته د ضبط په خيال راوكوچېد، ځكه چې ده د درې څلورو كالو پرله پسې جگړو په اثر د هرات د ابداليو حكومت له منځه اخيستى وو او د پښتنو د ځواکونو پاتې برخه يې هم په پارس او گورجستان كې ماته كړې وه، ځكه يې نو اوس د كندهار د غلځيو د پايمالولو څخه بل كار نه درلود. د كوچني اختر د مياشتې پر دويمه نادر شاه تر سيستان راتېر شو او د همدې مياشتې پر ۱۸ د دلخك او دلارام له لارې د هېلمند غاړې ته راورسېد او د دې ځاى تر نيولو وروسته د كوچني اختر پر ۲۱ د هېلمند تر سيند راپورې ووت. د ۱۱۴۹ هـ د ذيقعدې په اوايلو كې يې د كندهار کلکه كلا محاصره كړه. شاه حسين د كندهار زلمى مدافع له خپل نامتو سپه سالار سيدال خان ناصر سره يو كال او څو مياشتې په مېړانه دفاع وكړه او نادر شاه يې له خپل ستر پوځي ځواک سره پرې نه ښود چې پر ښار تصرف وكړي. د ۱۱۵۰ هـ د ذيحجې لومړۍ ورځې وې چې د زلمي شاه حسين نظامي طاقت پاى ته ورسېد، ځكه چې تر هغه دمخه د هوتكو د دورې نامتو او زړور سپه سالار سيدال خان ناصر د شاه حسين له زوى محمد سره د كلات په كلا كې د نادر د جنگياليو په لاس ورغى او دا نامتو سپه سالار د نادر په امر د سترگو له نعمته بې برخې او ړوند كړاى شو. ځكه نو شاه حسين هم نادر شاه ته تسليم شو او د ده له دې تسلېمېدو سره د هوتكو د شاهنشاهۍ لمر ولوېد او لكه سلطان محمد چې ليكي: «زلمى شاه حسين تر ۱۵ كالو سلطنت وروسته د نادرشاه په امر د پارس مازندران ته تبعيد شو او هماغلته د نادري قهر د زهرو په مټ د برات په لسمه پر ۱۱۴۹ ؟ ، بايد  ۱۱۵۲ وي، له دنيا ولاړ.

سرچینې[سمول]

  1. پټه خزانه،ليکوال: محمد هوتک، ۱۰۸-۱۰۹ مخ
  2. هوتکيان، ليکوال:عبدالرؤف بېنوا، ژباړن:يونس مراد، چاپ کال:۱۳۸۰ لمريز، خپرندوی:يونايټېډ پرېس -کوېټه، ۱۳۵ مخ
  3. هوتکيان، ليکوال:عبدالرؤف بېنوا، ژباړن:يونس مراد، چاپ کال:۱۳۸۰ لمريز، خپرندوی:يونايټېډ پرېس -کوېټه، ۱۳۵ مخ
  4. هوتکيان، ليکوال:عبدالرؤف بېنوا، ژباړن:يونس مراد، چاپ کال:۱۳۸۰ لمريز، خپرندوی:يونايټېډ پرېس -کوېټه، ۱۳۶ مخ
  5. هوتکيان، ليکوال:عبدالرؤف بېنوا، ژباړن:يونس مراد، چاپ کال:۱۳۸۰ لمريز، خپرندوی:يونايټېډ پرېس -کوېټه، ۱۳۵ مخ
  6. پټه خزانه، ليکوال:محمد هوتک، ۱۰۹ مخ