د آیرلند د خپلواکۍ
د آیرلند د خپلواکۍ جګړه هغه ګوریلایي جګړه وه چې له کال ۱۹۱۹ تر ۱۹۲۱ پورې په آيرلند کې د آیرلند د جمهوري غوښتونکي پوځ او برتانوي ځواکونو ترمنځ پئښه شوه چې برتانیا پوځ د ښاري ساتنې د نیمه نظامي او دهغو مرستندویو نیمه نظامیو څخه په ملاتړد الستر د ښارې ساتنې ځانکړو ځواکونو په وړاندې کوله او دا په آیرلند کې د انقلاب د دورې یوه برخه وه. [۱]
د کال ۱۹۱۶ په اپرېل کې، آیرلندي جمهوریت غوښتونکو د سپېڅلي اختر په نامه یو پاڅون د برتانوي وا کمنۍ په وړاندې پیل کړ او د آیرلند جمهوریت یې اعلان کړ. که څه هم دا پاڅون له یوې اونۍ جګړې څخه وروسته وځپل شو خو دې قیام او د برتانیا ځواب د ايرلند د خپلواکۍ لپاره د خلکو د ستر ملاتړ لامل شو.د کال ۱۹۱۸ په ټاکنو کې، د سین فین جمهوري غوښتونکي ګوند په آیرلند کې پرېکنده بری ترلاسه کړ. او د کال ۱۹۱۹ د جنورۍ په ۲۱ یې د دېل ایرين په نامه یو جلا حکومت جوړ او د آيرلند خپلواکي یې اعلان کړه. په دې ورځ دوه تنه آیرلندي شاهي ښاري انتظامي ساتونکي د سولوهیدبېګ د کمین په لړ کې د آيرلند د جمهوري غوښتونکي پوځ د رضا کارانو په واسطه د خپل نوښت په اساس ووژل شول. جګړې په تدریجې توګه پراختیا وموندله او د کال ۱۹۱۹ په ډېره برخه کې د ايرلند جمهوري غوښتونکو پوځ تر ډېره د وسلو په نيولو او د جمهوري غوښتونکو زندانیانو په خوشې کولو په اړوند فعالیت باندې بوخت و په داسې حال کې چې دېل ايرین د یوه دولت جوړول پیل کړل. د سبتمبر په میاشت کې برتانوي حکومت سېن فېن او دېل اېرېن دواړه غیر قانوني وبلل او جګړې نور هم زور واخیست. د آیرلند جمهوري غوښتونکي پوځ به په آیرلندې شاهې انتظامي ساتونکو او په برتانوي ګزمو اوبارکونوحملې کولې او هڅه یې کوله چې هغوی د بارکونو پرېښودلو ته اړ کړي. د برتانیا دولت د ایرلند سلطنتي انتظامي قواوې له برتانیا څخه د بلک او ټن Black and Tan په نامه ځواکونواو کمکي ځواکونو نه په استفادې سره تقویت کړې چې دا قواوې د خراب انضباط او غیر نظاماینو باندي د کساتي حملو د ترسره کولو له امله چې ځینو ته یې برتانیا له خوا جواز ورکړل شوی و بدنامه شوې، له همدې امله دا جګړه د بلک اند ټن Black and Tan War ( هغه جګړه وه چې بر تانیا له ۱۹۱۸ تر ۱۹۲۰ پورې په آیرلند کې د خپلواکۍ غوښتونکو په وړادې ترسره کوله) یادېدله. دې جګړه کې ملکي سرغړونې ( دا هغه فعالیتونه دي چې خلک یې له مخې له قانون څخه سرغړونه کوي تر څو خپل اعتراض په سوله ایز ډول د حکومت په وړاندې وښیي) هم را منځ ته شوې چې په دې کې د رېل ګاډو له خوا د برتانوي ځواکونو او اکمالاتو له انتقال څخه انکار کول د پام وړ و. [۲][۳][۴]
د کال ۱۹۲۰ په نیمایي کې، جمهوري غوښتونکو د هېواد د ډېروشورا ګانو کنترول تر لاسه کړ او د هېواد په سهیل او ختيځ کې یې د برتانیا واک وپرځاوه او برتانیا یې د دې ته اړه کړه چې ترڅو د اضطراري حالت قواوې وکاروي. د کال ۱۹۲۰ تر وروستیو څه ناڅه ۳۰۰ خلک ووژل شول خو جګړې د نومبر په میاشت کې زور واخیست. د کال ۱۹۲۰ د نومبر ۲۱ په وینو لړلې یکشبنه کې، د برتانیا ۱۴ استخباراتي کار کوونکي ووژل شول او له هغه وروسته د آيرلند شاهې انتظامي ځواکونو د ګېلیک د فوټبال د مسابقې لپاره په ټولو شوو خلکو ډزې وکړې چې له امله یې ۱۴ ملکي وګړې ووژل شول او ۶۵ نور ټبیان شول. یوه اونۍ وروسته د برتانیا ۱۷ مرستندوی ځواکونه د کورک په ښارګوټي کې د کېلمیچیل په کمین کې ووژل شو او برتانیا د سهیلي آیرلند په ډېرو برخو کې نظامي حالت اعلان کړ او کورک ښار د تر سره شوې حملې په کسات کې وسوځول شو.جګړې په راتلونکو ۷ میاشتو کې نور هم زور واخیست چې په لړ کې یې ۱۰۰۰ تنه خلک ووژل شول او ۴۵۰۰ تنه جمهورې غوښتونکي زنداني شول. ډېری جګړې په مونستر ( په ځانګړي توګه د کورک په ښار کې) دوبلین او بلفاست کې پېښې شوې چې په دې ټولو سیمې کې د جګړې ۷۵ سلنه مړینې پېښې شوې. [۵]
په شمال ختیځ کې جګړې فرقه اي بڼه درلوده او هلته کاتولیکي لږکیو د آیرلند له خپلواکۍ ملاتړ کاوه او ډېری پروتستانت اکثریتونه شاهي دولت پلوه و. د پروتستانتانو یو ځانګړی انتظامي ځواک جوړ شو او د دولت پلوه شبه نظامیان هم فعال و. هغوی به په کاتولیکانو له دې امله حملې کولې چې د آیرلند د شاهې پوځ د عمل کسات واخلي، په بلفاست کې فرقه اي جګړې زور واخیست چې په لړ کې ۵۰۰ تنه خلک ووژل شول چې ډېری یې کاتولیکان و. د کال ۱۹۲۱ د مې په میاشت کې د برتانیا تر قانون لاندې ووېشل شو چې له امله یې شمالي آیرلند را منځ ته شو. [۶]
د کال ۱۹۲۱ د جولای په ۱۱ یو اوربند پېل شو او له اوربند څخه وروسته مذاکرات د دې لامل شو چې دکال ۱۹۲۱ د دسمبرپه ۶ د انګلیسانو او آيرلند تر منځ یو تړون لاسلیک شي. دې تړون د آیرلند په ډېرو سیمو کې د برتانیا واکمني پای ته ورسوله او له لسو میاشتو انتقالي دورې څخه وروسته چې د یوه مؤقت دولت له خوا یې څارنه کېدله، د کال ۱۹۲۲ د دسمبر په ۶ یو ځان اداره کوونکی آزاد آیرلندی دولت را منځ ته شو. شمالي آیرلند له برتانیا سره پاتې شو او له اوربند وروسته په بلفاست کې تاوتریخوالي اود شمالي آیرلند ��ه سرحدي سیمو کې جګړو دوام وموند، او د آیرلند شاهي پوځ د کال ۱۹۲۲ په مې میاشت کې په شمال کې ناکامه حمله تر سره کړه. د کال ۱۹۲۲ د جون په میاشت کې د جمهوري غوښتونکو تر منځ د انګلستان او آيرلند د تړون په اړوند مخالفتونه په آیرلند کې د ۱۱ میاشتنۍ کورنۍ جګړې لامل شول . د آیرلند ازاد دولت ۶۲۸۶۸ مدالونه د خپلواکۍ د جګړې په مهال د خدمت لپاره ورکړل چې ۱۵۲۲۴ یې کوچنیو نظامي پیاده ډلګیو ته ورکړل شول. [۷]
د جګړې منشا وې[سمول]
د دا خلۍ واکمنۍ بحران[سمول]
له کال ۱۸۰۷۰ څخه را په دې خوا، د آیرلند د پارلماني ګوند آیرلندې ملتپالو له برتانیا څخه د داخلي واکمنۍ یا په خپله حکومت کولو غوښتنه کوله خو د دې ترڅنګ یې او په پای کې بشپړه خپلواکي هم نه ردوله، خو نارسمي سازمانونو لکه د آرتور ګرېفت ( یو آیرلندی سیاست وال) سین فین ګوند د خپلواکۍ د یوې فورې بڼې لاس ته راوړلو لپاره بحث کاوه خو هغوی د لږکیو یوه ډله وه. [۸]
داخلي واکمني بلاخره د برتانوي حکومت له خوا په کال ۱۹۱۲ کې ورکړل شوه چې په برتانیا کې یې یو بحران را وپاراوه ځکه د الستر (د آیرلند یولایت دی) اتحاد پالو د الستر د رضا کارانو په نامه یو نظامي سازمان جوړ کړ تر څو د تسلیمۍ د دې اقدام په وړاندې کم له کمه په هغو سیمو کې مقاومت وکړي چې هغوی کنترولولای شوې. ملتپالو په خپل نوبت سره د آیرلندې رضا کارانوپه نامه یو نطامي ډوله سازمان جوړ کړ. [۹][۱۰]
د برتانیا پارلمان د کال ۱۹۱۴ د ايرلند د حکومت قانون د کال ۱۹۱۴ د سپتمبر په ۱۸ چې د داخلي حاکمیت د قانون په نامه یادېده د ايرلند د وېش لپاره له یوې اصلاحې لایحې سره چې د الستر د اتحاد پالو پارلماني غړو له خوا وړاندیز شوې وه تصویب کړ، خو د لایحې تطبیق په فوري توګه د کال ۱۹۱۴ د یوه ځنډوونکي قانون له خوا وځنډېد چې لامل یې په مخکېنۍ میاشت کې د لومړۍ نړبوالې جګړې پراخېدل و. ډېریو ملتپالو د برتانیا او د برتانیا په نوي پوځ کې د آیرلندي کنډکونو او دهغوی متحدینو جګړه ایزو هڅو له ملاتړ څخه د خپلو مشرانو او جان رېدموند ( یو آیرلندی ملتپال سیاست وال و) بلنې څخه پې پېروي کوله او موخه یې د جګړې له پای څخه وروسته د د داخلي حاکمیت پیل و، که څه هم د ايرلندي رضا کارانو ډېر لږکي په جګړه کې د آیرلند له ښکیلتیا سره مخالف و. د رضاکارانو خوزښت سره ووېشل شو چې ډېریو د رېدموند تر مشرۍ لاندې د رضا کارانو یو خوزښت جوړ کړ ، د ایون ماکنیل تر مشرۍ لاندې رضاکارانو پرېکړه وکړه چې چې هغوی به د داخلي حاکمیت تر اعطاء پورې په خپل حال پاتې شي د رضا کارانو له خوزښت څخه بلې ډلې چې مشري يې آیرلند جمهوري غوښتونکو ورولۍ په نامه د جدایي غوښتونکوډلې کوله د برتانیا د حاکمیت په وړاندې د پاڅون لپاره چمتو والی پیل کړ. [۱۱][۱۲][۱۳]
د سپېڅلي اخترپاڅون[سمول]
د پاڅون لپاره پلان د کال ۱۹۱۶ په سپېڅلي اختر کې تحقق وموند چې په لړ کې یې رضا کارانو پاڅون پیل کړ چې موخه یې د برتانیا د حاکمیت پای ته رسول و. جنګیالیود آیرلند خپلواک جمهوریت اعلانولو خبر خپور کړ. [۱۴][۱۵]
سرچينې[سمول]
- ↑ Heatherly, Christopher J. (2012). Cogadh Na Saoirse: British Intelligence Operations During the Anglo-Irish War, 1916–1921 (چاپ reprint). BiblioBazaar. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781249919506. خونديځ د اصلي څخه ۲۹ ډيسمبر ۲۰۲۰. لاسرسينېټه ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۴. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Dinan, Brian (1987). Clare and its people. Dublin: The Mercier Press. مخونه 105. د کتاب نړيواله کره شمېره 085342-828-X. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Coleman, Marie (2013). The Irish Revolution, 1916–1923. Routledge. مخونه 86–87. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "The Black and Tan War – Nine Fascinating Facts About the Bloody Fight for Irish Independence". Militaryhistorynow.com. 9 November 2015. خونديځ د اصلي څخه ۲۸ مارچ ۲۰۱۹. لاسرسينېټه ۱۵ جنوري ۲۰۱۸. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود); "Irishmedals.org". Irishmedals.org. خونديځ د اصلي څخه ۱۲ جون ۲۰۱۸. لاسرسينېټه ۱۵ جنوري ۲۰۱۸. منځګړی|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود); "Michael Collins: A Man Against an Empire". HistoryNet. 12 June 2006. خونديځ د اصلي څخه ۱۷ نومبر ۲۰۱۷. لاسرسينېټه ۱۵ جنوري ۲۰۱۸. منځګړی|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Eunan O'Halpin on the Dead of the Irish Revolution". Theirishistory.com. 10 February 2012. خونديځ د اصلي څخه ۲۷ جولای ۲۰۱۹. لاسرسينېټه ۱۵ جنوري ۲۰۱۸. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ O'Halpin, Eunan (2012). "Counting Terror". In Fitzpatrick, David (سمونګر). Terror in Ireland. مخونه 152. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Richardson, Neil (2010). A Coward if I return, a Hero if I fall: Stories of Irishmen in World War I. Dublin: O'Brien. مخونه 13. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Ireland – The rise of Fenianism". Encyclopedia Britannica (په انګليسي ). خونديځ د اصلي څخه ۰۳ مې ۲۰۲۰. لاسرسينېټه ۳۰ اپرېل ۲۰۲۰. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Government of Ireland Bill". api.parliament.uk. خونديځ د اصلي څخه ۰۳ مارچ ۲۰۱۹. لاسرسينېټه ۳۰ اپرېل ۲۰۲۰. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Ireland – The 20th-century crisis". Encyclopedia Britannica (په انګليسي ). خونديځ د اصلي څخه ۰۳ مې ۲۰۲۰. لاسرسينېټه ۳۰ اپرېل ۲۰۲۰. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Coleman, Marie. (2013). The Irish Revolution, 1916–1923. Hoboken: Taylor and Francis. مخونه 9. OCLC 864414854. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-80147-4. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "BBC – John Redmond". www.bbc.co.uk. خونديځ د اصلي څخه ۰۲ فبروري ۲۰۲۰. لاسرسينېټه ۳۰ اپرېل ۲۰۲۰. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ O’Riordan, Tomás: UCC Multitext Project in Irish History John Redmond Archived 28 March 2016 at the Wayback Machine.
- ↑ "BBC – The Proclamation". www.bbc.co.uk. خونديځ د اصلي څخه ۲۴ فبروري ۲۰۲۰. لاسرسينېټه ۳۰ اپرېل ۲۰۲۰. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ 1916 Necrology Archived 14 December 2017 at the Wayback Machine.. Glasnevin Trust Archived 5 April 2017 at the Wayback Machine..