Jump to content

ټرای

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ټرای يا ايليون يو لرغونی ښار و چې د اوسنۍ ترکيې په «هسارليک» کې يې موقعيت درلود. دا ځای په لومړي ځل په 3600 مخزېږديز کې اباد شو، او د 3000 مخزېږديز په شا اوخوا کې يې يو واړه پیاوړي ښار ته وده وکړه. د خپل وجود په څلور زره کلونو کې، ټرای بيا بيا ويجاړ شوی او اباد شوی و. له همدې امله، د دې ښار لرغونی ځای په نهو طبقو وېشل شوی دی، چر هره يوه يې د پخوانيو خرابو پر ځای د نوي ښار جوړېدو ته ورته ښکاري. لرغونپوهان دې طبقو ته د رومي شمېرو په کارولو اشاره کوي. په دې لومړيو طبقو کې، ټرای II يې د خپلې شتمنۍ او مسلطې معمارۍ له امله د يادولو وړ ده. د برونز عصر په وروستيو کې، ټرای ته «ويلوسا» ويل کېدل او د «هيټايټ» سترواکۍ تر واک لاندې و. وروستۍ طبقې يې (ټرای VIII- IX) يوناني او رمي ښارونه او په خپل وخت کې د سيلانيانو د جلبولو سيمې او مذهبي مرکزونه وو، ځکه چې له افسانوي روايتونو سره يې تړاو درلود.[۱][۲][۳][۴]

دا لرغونی ځای د سيل د يوې سيمې په توګه د ټولو پر مخ پرانيستی دی، او په 1998ز کال کې د يونسکو د نړيوالو ميراثونو په لست کې شامل شوی و. په 1871ز کال کې «هاينريش شليمن» او «فرينک کالورټ» د دې سیمې کيندنې پيل کړې وې. د لرغوني ښار د خرابو لاندې، دوی د ګڼو لومړيو کليو پاتې شوني وموندل. د دې ګڼې طبقې د ټرای د ادبي انځورونو سره سمون لري، له کومو څخه چې يو شمېر پوهان دې پايلې ته رسېدلي دي چې د دې افسانو شاته د حقيقت يو څرک هم شته. له دې وروسته کيندنو د دې سيمې عصري پېژندنه زیاته کړه؛ خو بیا هم د نکل او حقيقت تر منځ کره اړيکه روښانه نه ده او په دې ښار د یوناني بريد کره ثبوت نه شته.[۵][۶]

نوم

[سمول]

په کلاسيکي يونان کې، دا ښار هم د ټرای او هم د ايليون يا اليوس په نوم يادېدو. د الياد او اوډيسي ادبي شواهد ښيی چې د «اليوس» ټکی په اصل کې د «واليوس» په بڼه تلفظ کېدو. داسې برېښي چې دا نومونه د برونز د عصر دی، څه ډول چې په هيټايټ اسنادو کې وړانديز شوي دي، کوم چې دې ښار ته د اناتوليا د شمال لوېديځ ښار په توګه اشاره کوي چې د «ويلوسا» يا «ترويزا» په نوم يادېدو، او عموماً د «هسارليک» له سيمې سره يوځای پېژندل کېږي. په یوناني افسانو کې، دا نومونه د دې پاچايۍ د بنسټګرو «ټروس» او د هغه د زوی «اليس» له نومونو اخيستل شوي دي. [۷][۸]

په لاتيني ژبه کې دې ښار ته «ټرويا» يا «ايليم» ويل کېدل. په ترکي ژبه کې، عموماً دا ځای عموماً د «ټرويا» يا «ټرووا» په نوم يادېږي.

د لرغونپوهنې سيمه

[سمول]

د ټرای لرغونی ځای د هسارليک د غونډۍ او له هغې لاندې په سويل کې له پروتو کروندو څخه جوړ دی. دا غونډۍ يوه تپه ده، دا تپه له طبقو څخه جوړه ده چې د درې زره کلونو څخه د زيات وخت انساني ابادۍ پاتې شوني پکې پراته دي.

د طبقو تر منځ بنستيز وېش په رومي شمېرو نومول شوی دی، ټرای I د تر ټولو زړې طبقې او ټرای IX يې د تر ټولو وروستۍ طبقې استازولي کوي. ښکتنۍ طبقې يې په کوچنیو حروفو (لکه VIIa او VIIb) او د هغې فرعي برخې يې په شمېرو نومول شوي دي (لکه. VIIb1 او VIIb2). د ټرای 0 په نوم پېژندل کېدونکې يوه بله طبقه يې هغه طبقې وړاندې کوې، کومو ته چې په لومړيو کې د رومي شمېرو نوم ورکړل شوی و.

دې طبقو ته وروسته له هغې اړوندې نېټې ورکړل شوي دي، چې په دې طبقو کې موندل شوي لاسي صنايع په نورو سيمو کې له موندل شويو سره پرتله شول. په هر حال، د راديوکاربن نېټه ټاکنې په دقت کې د محدوديتونو له امله کره يقيني نېټې د تل لپاره شونې نه وي.[۹]

ټرای 0

[سمول]

ټرای 0 د برونز له عصر مخکې يوه طبقه ده چې د خاورينو لوښو د کودړو او لرګينو ستنو د محدودې موندنې سره پېژندل کېږي. په ابتدايي ډول د دې نېټه تر شا او خوا 3600-2500 مخزېږديز پورې رسېږي، خو په اړه يې معلومات کم دي.[۱۰][۱۱]

ټرای I

[سمول]

د ټرای I بنسټ د 3000 مخزېږديز په شا اوخوا کې د هغه مهال د کم ژور جهيل په ختيځه څنډه اېښودل شوی و. دا سيمه د وروستيو نورو کليو په پرتله په څرګند ډول کوچنۍ وه، چې په دې سیمه کې یوه کلا له يو جريب څخه هم په کمه ځمکه جوړه وه. په هر حال، دې کلا د خپلو ګاونډيو څخه په ځانګړي ډول د چونې د ډبرو د سترو کلاوو له امله امتياز درلود، چې په منظم ډول به ترمېمېده او پیاوړې کېده. په وروستيو پړاونو کې يې دفاعي معماري د يو ځانګړي خصوصيت په توګه جريان درلود، چې د بريد وړ ساحلي سيمه کې د پرله پسې امنيتي اندېښنو څرګندونه کوي.[۱۲][۱۳]

اوسېدونکي يې د ډبرو او خټو د خښټو څخه جوړو يو له بل سره نښتو کورونو کې اوسېدل. یو شمېر کورونو يې لوی تالار ته ورته جوړښت درلود، چې يو به يې له بل څخه د پام وړ ستروالی درلود. که څه هم د خپلو محدودو پاتې شونو له امله د ښار نقشه په بشپړ ډول روښانه نه ده، خو داسې برېښي چې کورونه د سويلي ديوالونو لور ته متوازي جوړ شوي وو. د دې پړاو نمونو کې د تور رنګ په لاس جوړ شوي خاورين وسايل، له مسو جوړ شيان، تر څنګ يې يادګاري ډبرينې ستنې شاملې دي، چې يو وسله وال جنګيالی ورباندې انځور شوی دی.[۱۴][۱۵]

د ټرای I بنسټ په دې سيمه کې د ابادۍ د پیاوړتيا د يوې برخې په توګه اېښودل شوی و. د دې بنسټګر د «کومټيپی» او «ګلپينار» په څېر نږدې کلیو څخه وو، کوم کلي چې له دې مخکې يوې شبکې برخه وو، کومو چې له ختيځ «ايجين» او سويل ختيځې اروپا سره کلتوري او اقتصادي اړيکې درلودې. داسې برېښي چې ټرای خپله دا اړيکې ساتلې وې، او په «تيسلي» او سويل ختيځې اروپا کې له ځينو سيمو سره ورته والی لري، همدا راز په «ليمنوس» کې د «پوليوچني» او په «ليسبوس» کې له «ترمي» سره هم ورته دي. د «باډيميګاچي» په ګډون د اناتوليايي سيمو سره د يو شمېر اړيکو سره سره يې له مرکزي اناتولیا سره نږدې اړيکې نه وې، چې وروسته وليدل شوې. [۱۶][۱۷]

ټرای I د 2550 مخزېږديز په شا او خوا په اور ويجاړ کړای شو.

ټرای II

[سمول]

ټرای II د 2550 مخزېږديز په شا اوخوا کې اباد شوی و. که څه هم د پخوانۍ ابادۍ څخه وروسته د کلتوري وقفې کوم ثبوت نه شته، نوي ښار بيخي جلا خصوصيت درلود. دا ښار له پخواني ښاره دوه برابره ستر و، چې د ښکته ښار تر څنګ يې يوه پراخه شوې کلا هم درلوده، چې په دوه حوزو وېشل شوې وه. دا حوزې چې د ستنو په کتار سره وېشل شوي وې، په ټروجن ټولنه کې د مخ پر زياتېدونکي اقتصادي-سياسي ډلبندۍ ښودنه کوي. په منځ کې د يو انګړ په شا اوخوا کې د ستر تالار په څېر ودانۍ موجودې وې، چې ښايي د ولسي مراسمو لپاره کارېدې. له دې ودانيو یوه يې چې د Megaron IIA په نوم پېژندل کېږي، په ايجین-اناتولي سيمه کې د خپل نوعیت تر ټولو ستره پېژندل شوې ودانۍ ده.[۱۸][۱۹]

کلا د سترو ډبرينو ديوالونو او برجونو پر مټ خوندې شوې وه، چې سرونه يې د خټو په خښتو پوښلي وو. هلته د دوه زينو په مټ رسېدل ممکن وو، چې يوه يې ښه خوندي پاتې ده، او د اوسنيو سيلانيانو توجه جلبوي. له دې امله چې دا ښار دومره لوی نه و چې د عملي موخو لپاره دوه دروازو ته اړتيا ولري، يو شمېر لرغونپوهانو اټکل کړې چې يوه دروازه يې د تشريفاتي ډله ييز تګ لپاره جوړه شوې وه. ښکته ښار يې د هغه مهال د نورو ټولو په خلاف، د لرګيو د ستنو په مټ خوندې کړای شوی و. دا شا او خوا درې متره پراخه پېچلې جوړښت و، چې داخلي پشتوانې، ستنې او پايې يې درلودې، کومې چې د فرش په ډبرو کې په کېندل شويو چاودونو کې خښې شوې وې.[۲۰][۲۱]

سرچينې

[سمول]
  1. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  2. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  3. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  4. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  5. Jablonka, Peter (2011). "Troy in regional and international context". The Oxford Handbook of Ancient Anatolia. Oxford University Press. DOI:10.1093/oxfordhb/9780195376142.013.0032. “Since neither inscriptions confirming the Iliad nor definite proof for a violent destruction by invaders from Greece have been discovered at Troy...” 
  6. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  7. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  8. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  9. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  10. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  11. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  12. Jablonka, Peter (2012). "Troy". The Oxford Handbook of the Bronze Age Aegean. Oxford University Press. 849–861. DOI:10.1093/oxfordhb/9780199873609.013.0063. ISBN 978-0199873609. 
  13. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  14. Jablonka, Peter (2012). "Troy". The Oxford Handbook of the Bronze Age Aegean. Oxford University Press. 849–861. DOI:10.1093/oxfordhb/9780199873609.013.0063. ISBN 978-0199873609. 
  15. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  16. Jablonka, Peter (2012). "Troy". The Oxford Handbook of the Bronze Age Aegean. Oxford University Press. 849–861. DOI:10.1093/oxfordhb/9780199873609.013.0063. ISBN 978-0199873609. 
  17. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  18. Jablonka, Peter (2012). "Troy". The Oxford Handbook of the Bronze Age Aegean. Oxford University Press. 849–861. DOI:10.1093/oxfordhb/9780199873609.013.0063. ISBN 978-0199873609. 
  19. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  20. Jablonka, Peter (2012). "Troy". The Oxford Handbook of the Bronze Age Aegean. Oxford University Press. 849–861. DOI:10.1093/oxfordhb/9780199873609.013.0063. ISBN 978-0199873609. 
  21. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).